د مرکزي امارتي پوهنتونونو رهبري پلاوي ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو نویو معیارونو په اړه یو ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي په پوهنتونونو کې د تضمین کیفیت معیارونو پر پوره کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې مرکزي پوهنتونونه باید د ولایتي پوهنتونونو لپاره نمونه وي. وروسته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رییس استاد شاکر وحیدي د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو نوي معیارونه ګډونوالو ته تشریح کړل او د موضوع په اړه ازاد بحث ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو د موضوع اړوند خپل نظرونه وړاندې کړل.