د مرکزي امارتي پوهنتونونو رهبري پلاوي ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو نویو معیارونو په اړه یو ورځنی ورکشاپ دایر شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۱۷
12

د یاد ورکشاپ په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي په پوهنتونونو کې د تضمین کیفیت معیارونو پر پوره کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې مرکزي پوهنتونونه باید د ولایتي پوهنتونونو لپاره نمونه وي. وروسته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رییس استاد شاکر وحیدي د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو نوي معیارونه ګډونوالو ته تشریح کړل او د موضوع په اړه ازاد بحث ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو د موضوع اړوند خپل نظرونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي د پروان پوهنتون ارزونه پیل کړه.

د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د کاري پلان له مخې، د پروان پوهنتون د چمتوالي څخه د لیدنې پروسه د روان کال د چنګاښ میاشتې په (۲۰) نېټه پیل  او د همدې میاشتې تر (۲۵. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي د وردګ پوهنتون ارزونه پیل کړه.

د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د کاري پلان له مخې، د وردګ پوهنتون د چمتوالي څخه د لیدنې پروسه د روان کال د چنګاښ میاشتې په (۲۰) نېټه پیل  او د همدې میاشتې تر (۲۵). . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۴:۷
Background image

د دیني جامعاتو لپاره د نویو بیاکتونکو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د دیني جامعاتو لپاره د نویو بیاکتونکو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو.

BACK TO NEWS