د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د معیارونو د تطبیق په اړه :

:د معینیت شورا (۱) ګنې ۱۴۴۷/۰۱/۱۷ نیټې (۴) بند پریکړي په اساس
هغه پوهنتونونه، چې د تضمین کیفیت او اعتباروکولو ریاست د معیارونو د نوي چوکاټ له منظوریدو څخه مخکي د تضمین کیفیت کومې مرحلي ته نوماند شوي وي او د تضمین کیفیت او اعتبا ر ورکولو ریاست یې لومړنۍ ارزونه(بازدید قبل از بازنګري) هم ترسره کړي وي چې له شپږ میاشتو څخه زیات وخت نه وي پری تیر شوي او یا په پوهنتون کې د شته ستونزو له وجې ورته له شپږ میاشتو زیات وخت نه وي ورکړل شوی. هغه پوهنتونونه په پخواني چک لیست ارزول کیږی او پاتي ټول پوهنتونونه په نوي چک لیست ارزول کیږی.
که چیرې پوهنتون د ځان ارزونې راپور د تضمین کیفیت ریاست سره شریک کړي وي او د بازدید قبل از بازنګری پروسه یی د شپږو میاشتو په جریان کې نه وي ترسره شوي یاد پوهنتونونه دي د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د معیارونو په نوي چوکاټ ځان ارزونه ترسره کړي او د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست سره دی شریکه کړي .