د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د معیارونو د تطبیق په اړه :

org_admin
132

:د معینیت شورا (۱) ګنې ۱۴۴۷/۰۱/۱۷ نیټې (۴) بند پریکړي په اساس 

هغه پوهنتونونه، چې د تضمین کیفیت او اعتباروکولو ریاست د معیارونو د نوي چوکاټ له منظوریدو څخه مخکي د تضمین کیفیت کومې مرحلي ته نوماند شوي وي او د تضمین کیفیت او اعتبا ر ورکولو ریاست یې لومړنۍ ارزونه(بازدید قبل از بازنګري) هم ترسره کړي وي چې له شپږ میاشتو څخه زیات وخت نه وي  پری تیر شوي او یا په پوهنتون کې د شته ستونزو له وجې ورته له شپږ میاشتو زیات وخت نه وي ورکړل شوی. هغه پوهنتونونه په پخواني چک لیست ارزول کیږی او پاتي ټول پوهنتونونه په نوي چک لیست ارزول کیږی.

که چیرې پوهنتون د ځان ارزونې راپور د تضمین کیفیت ریاست سره شریک کړي وي او د بازدید قبل از بازنګری پروسه یی د شپږو میاشتو په جریان کې نه وي ترسره شوي یاد پوهنتونونه دي د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د معیارونو په نوي چوکاټ ځان ارزونه ترسره کړي او د تضمین کیفیت  او اعتبار ورکولو ریاست سره دی شریکه کړي .

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

خبرتیا

د ټولو دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د پاملرنې وړ له دې وروسته دې د هېواد په ټولو لوړو زده کړو بنسټونو کې د تضمین کیفیت آمریت (د کیفیت د لوړاوي آمریت ) د نوم تر چتر لاندې خپل . . .

Back to announcements