د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دغه وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست څخه د یاد معینیت اړوند ادارو لاسته راوړنې، ستونزې او ننګونې واورېدې.

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۹:۴۶
MOHE

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي، په داسې حال کې چې اړوندو رئیسانو هم حضور درلود، د هېواد تحصیلي بنسټونو اړوند علمي، اداري او مالي برخو کې راټول شوی راپور په مفصل ډول وړاندې کړ. 
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حسیب د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له هر اړخیز راپور څخه د مننې تر څنګ وویل چې د دې وزارت ټولې هڅې او فعالیتونه د هېواد د تحصیلي نظام ځواکمنتیا په موخه دي. هغه وویل چې ټولې ادارې مسؤلیت لري، تر څو یادې موخې ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي.  
دغه راز نوموړي اړوندو ریاستونو ته سپارښتنه وکړه چې د ننګونو او ستونزو په حل کې جدي کړنې تر سره کړي. 
د یادونې وړ ده چې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست تر دې مخکې د کارونو چټکتیا او ستونزو د حل په موخه د دغه وزارت له علمي او محصلانو معینیتونو سره هم خپل راپور شریک کړی و. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۸:۴۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د تضمین کیفیت د پنځم معیار د تشریح په موخه د مرکزي پوهنتونونو له رئیسانو او مرستیالانو سره غونډه وکړه.


په دغه غونډه کې د نویو علمي برنامو په جوړولو، د تحصیلي موسسو کلنۍ څارنې او دوره یي بیاکتنې په اړه هر اړخیز بحث وشو.
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس شاکر وحیدي د علمي برنامو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۹:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دغه وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست څخه د یاد معینیت اړوند ادارو لاسته راوړنې، ستونزې او ننګونې واورېدې.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي، په داسې حال کې چې اړوندو رئیسانو هم حضور درلود، د هېواد تحصیلي بنسټونو اړوند علمي، اداري او مالي برخو کې راټول. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د ۶۰ تنو امارتي پوهنتونونو استادانو لپاره ۵ ورځنی ورکشاپ دایر شو.

د تضمین کیفیت معیارونو د تفسیر او توضیح په موخه په کابل پوهنتون کې د جوړ شوي ورکشاپ په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په تحصیلي نظام کې د تضمین کیفیت. . .

BACK TO NEWS