د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي د وردګ پوهنتون ارزونه پیل کړه.
د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د کاري پلان له مخې، د وردګ پوهنتون د چمتووالي څخه د لیدنې پروسه د روان کال د چنګاښ میاشتې په (۲۰) نېټه پیل او د همدې میاشتې تر (۲۵) نېټې پورې به دوام ولري.
