د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزو د حل په موخه د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمیسیون ناسته ترسره شوه.

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۹:۵۱
12

یاده ناسته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئيس استاد شاکر وحيدي په مشرۍ د خصوصي تحصيلي بنسټونو د ستونزو د حل په موخه ترسره شوه، چې د لوړو زده کړو وزارت يو شمېر رئيسانو او د خصوصي تحصیلي بنسټونو استازو پکې ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي د یادو ناستو د ګټو او اهمیت په اړه خبرې وکړې او د خصوصي تحصیلي بنسټونو له استازو یې وغوښتل چې د بحث شویو موضوعاتو د تطبیق په برخه کې کار وکړي.
ورپسې د اجنډا له مخې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د کانکور ازموینې د اخیستلو پر څرنګوالي، د خصوصي تحصیلي بنسټونو ترمنځ د محصلینو د تبدیلۍ، د استادانو د دایمي ګمارنې او ترفیع پر لایحې، د علمي ژورنالونو د جواز اخیستلو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
وروسته د خصوصي تحصیلي بنسټونو استازو خپلې غوښتنې او ستونزې د کمیسیون له رئیس سره شریکې کړې، چې د نوموړي له لوري ډاډ ورکړل شو، چې د دوی غوښتنې به د وزارت له رهبرۍ سره د حل په موخه شریکي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۰:۱۲
Background image

د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې د اعتبار لومړي پړاو ارزونه


د لوړو زده کړو وزارت د تضمين کیفیت  او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې د اعتبار ورکولو لومړي پړاو ارزونه پیل کړه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۹:۵۱
Background image

د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزو د حل په موخه د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمیسیون ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئيس استاد شاکر وحيدي په مشرۍ د خصوصي تحصيلي بنسټونو د ستونزو د حل په موخه ترسره شوه، چې د لوړو زده کړو وزارت يو شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۱:۵۱
Background image

‏د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي د دایکندي لوړو زده کړو مؤسسې  ارزونه پیل کړه.


د لوړو زده کړو وزارت د تضمين کیفیت  او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي د اعتبار ر ورکولو امر مفتي نذير احمد احمدي  په مشرۍ پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دایکندي لوړو زده کړو مؤسسې د. . .

BACK TO NEWS