د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزو د حل په موخه د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمیسیون ناسته ترسره شوه.

org_admin
Wed, Jan 03 2024 9:51 AM
12

یاده ناسته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئيس استاد شاکر وحيدي په مشرۍ د خصوصي تحصيلي بنسټونو د ستونزو د حل په موخه ترسره شوه، چې د لوړو زده کړو وزارت يو شمېر رئيسانو او د خصوصي تحصیلي بنسټونو استازو پکې ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي د یادو ناستو د ګټو او اهمیت په اړه خبرې وکړې او د خصوصي تحصیلي بنسټونو له استازو یې وغوښتل چې د بحث شویو موضوعاتو د تطبیق په برخه کې کار وکړي.
ورپسې د اجنډا له مخې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د کانکور ازموینې د اخیستلو پر څرنګوالي، د خصوصي تحصیلي بنسټونو ترمنځ د محصلینو د تبدیلۍ، د استادانو د دایمي ګمارنې او ترفیع پر لایحې، د علمي ژورنالونو د جواز اخیستلو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
وروسته د خصوصي تحصیلي بنسټونو استازو خپلې غوښتنې او ستونزې د کمیسیون له رئیس سره شریکې کړې، چې د نوموړي له لوري ډاډ ورکړل شو، چې د دوی غوښتنې به د وزارت له رهبرۍ سره د حل په موخه شریکي کړي.

Latest news

Sat, Dec 30 2023 11:51 AM
Background image

Revision of the first stage of accreditation of Daykundi Higher Education Institute

The delegation led by Mufti Nazir Ahmad Ahmadi  Department of Quality Assurance and Accreditation of the Ministry of Higher Education began the Revision of the first stage of. . .

Sat, Dec 16 2023 2:49 PM
Background image

Quality Assurance And Accreditation Board

The quality assurance and Accreditation board meeting was held on the topics included in the agenda dated 09/25/1402.

BACK TO NEWS