د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د تضمین کیفیت د پنځم معیار د تشریح په موخه د مرکزي پوهنتونونو له رئیسانو او مرستیالانو سره غونډه وکړه.

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۸:۴۹
MOHE


په دغه غونډه کې د نویو علمي برنامو په جوړولو، د تحصیلي موسسو کلنۍ څارنې او دوره یي بیاکتنې په اړه هر اړخیز بحث وشو.
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس شاکر وحیدي د علمي برنامو د بیاکتنې ، د علمي برنامو کلنۍ څارنې (APM)، د علمي برنامو دوره یي بیاکتنې  (PPR) او عملیاتي پلان په اړه پریزنټیشنونه وړاندې کړل.
نوموړي د یو پریزنټیشن په ترڅ کې د پوهنتونونو د مهمو اداري فعالیتونو، اداري لاسته راوړنو، د تېر کال په پرتله په علمي برخه کې د پوهنتونونو لاسته راوړنې او د محصلانو په برخه کې لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او دغه راز یې په دغو برخو کې ستونزې هم شریکې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي د سرپل پوهنتون ارزونه ترسره کړه

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د کاري پلان له مخې، د سرپل پوهنتون د اعتبار د لومړۍ مرحلې ارزونه ترسره کړه.

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۹:۱۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي د تخار او سمنګان پوهنتونونو ارزونه پیل کړه

 

یاد پلاوی به د خپلې ارزونې په ترڅ کې د تخار پوهنتون د اعتبار ورکولو درېیمې مرحلې او همدا راز د سمنګان پوهنتون دویمې مرحلې ارزونې په موخه د یادو پوهنتونونو د علمي، اداري او تدریسي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۲:۳
Background image

جوزجان او تخار پوهنتونونو له لوړو زده کړو وزارت څخه د تضمین کیفیت درېیمې مرحلې سند (بشپړ اعتبار) تر لاسه کړ


لوړو زده کړو وزارت جوزجان او تخار پوهنتونونو ته، د دغه وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي تر کتنو او د یادو پوهنتونونو له لوري د تضمین کیفیت درېیمې مرحلې سند شرایطو تر. . .

BACK TO NEWS