د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د طلوع افتاب د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د څارنې او ارزونې رئیس مولوي احمدالله حماد په مشرۍ د علمي برنامو د پراختیا رئیس، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس او د خصوصي محصلانو چارو ریاست استازي په ګډه د یادې مؤسسې ټولې علمي، تدریسي او اداري چارې وارزولې.
نوموړي پلاوي د طلوع افتاب د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې له رهبرۍ سره د ناستې پرمهال وویل، چې دوی د ا.ا.ا او په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت د پالیسۍ له مخې وخت نا وخت د تحصیلي بنسټونو څخه څارنه او ارزونه کوي، ترڅو د تحصیلي بنسټونو کیفیت لوړ او د هېواد د پرمختګ باعث شي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ارزونه کې رابرسېره شویو ستونزو او د نیمګړیتاوو او قوي نقاطو پایله به د یادې مؤسسې سره د ستونزو د حل او نیمګړتیاوو پوره کولو په موخه شریکه شي.