د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د طلوع افتاب د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۹:۳۱
Qaad News

د څارنې او ارزونې رئیس مولوي احمدالله حماد په مشرۍ د علمي برنامو د پراختیا رئیس، د تضمین کیفیت  او اعتبار ورکولو رئیس او د خصوصي محصلانو چارو ریاست استازي په ګډه د یادې مؤسسې ټولې علمي، تدریسي او اداري چارې وارزولې.
نوموړي پلاوي د طلوع افتاب د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې له رهبرۍ سره د ناستې پرمهال وویل، چې دوی د ا.ا.ا او په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت د پالیسۍ له مخې وخت نا وخت د تحصیلي بنسټونو څخه څارنه او ارزونه کوي، ترڅو د تحصیلي بنسټونو کیفیت لوړ او د هېواد د پرمختګ باعث شي. 
د یادونې وړ ده، چې په دغه ارزونه کې رابرسېره شویو ستونزو او د نیمګړیتاوو او قوي نقاطو پایله به د یادې مؤسسې سره د ستونزو د حل او نیمګړتیاوو پوره کولو په موخه شریکه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ارزونه پیل کړه



 کیفیت تضمین  او اعتبار ورکولو ریاست د ۱۴۰۴ ه ش کال کاري پلان په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د چمتوالي څخه د لیدني ارزونې پروسه د روان کال د دلوې میاشتي (۱۹) نیټې څخه پیل ا د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي د سرپل پوهنتون ارزونه ترسره کړه

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د کاري پلان له مخې، د سرپل پوهنتون د اعتبار د لومړۍ مرحلې ارزونه ترسره کړه.

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۹:۱۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي د تخار او سمنګان پوهنتونونو ارزونه پیل کړه

 

یاد پلاوی به د خپلې ارزونې په ترڅ کې د تخار پوهنتون د اعتبار ورکولو درېیمې مرحلې او همدا راز د سمنګان پوهنتون دویمې مرحلې ارزونې په موخه د یادو پوهنتونونو د علمي، اداري او تدریسي. . .

BACK TO NEWS