د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د رئیس استاد شاکر وحیدي په مشرۍ د تضمین کیفیت بورډ غړو د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د باز دید په موخه لیدنه ترسره کړه.
یاده لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي، مالي او اداري مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او د تضمین کیفیت بورډ غړو حضور درلود.
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست رئیس او د بورډ مشر استاد شاکر وحیدي د یادې لیدنې په ترڅ کې د تضمین کیفیت تخنیکي او مسلکي مشورو ورکولو تر څنګ اړونده لارښوونې او تجربې د پوهنتون د بهبود او ترقۍ لپاره د پوهنتون له رهبرۍ سره شریکې کړې.