د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامو او چوکاټ څلور ورځنى د پوهاوي روزنيز ورکشاپ پېل شو
د دوشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي د سهېل لوېدیځ زون د دولتي او شخصي پوهنتونو له پاره د کيفيت د تضمین او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامو او چوکاټ په اړه څلور ورځنی د پوهاوي ورکشاپ پېل سو، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمين او اعتبار ورکولو آمر مفتي نذیر احمد احمدي، استادانو او د پوهنتونو د کيفيت د تضمين مسئولانو ګډون درلود.