د تدریس کیفیت د ارزونې کمېټه
لیرلید:
د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د باور لاسته راوړلو په موخه، د علمي چارو د کیفیت لوړونې ښه والی.
موخې:
- د منظمې ارزونې له لارې د لوړو زده کړو بنسټونو د کیفیت لرونکي تدریسي سیستم دودول.
- د طرزالعملونو، چیک لیستونو اولارښوودونو له لارې، لوړو زده کړو بنسټونو کې د زده کړو معیاري کول.
- د مناسبو نظرونو وړاندې کولو له لارې د تدریس ښه والی.
- د ملي او نړیوالو ورکشاپونو او کنفرانسونو له لارې د کمېټې د ظرفیت لوړوالی.
- د تدریس کیفیت د ارزونې کمېټې اړوند فعالیتونو د پرمخ بیولو په موخه د مالي چارو اولازمو امکاناتوچمتو کول.
د تدریس کیفیت د ارزونې کمېټې د دندو لایحه
۱ـ د تدریس کیفت د ارزونې طرزالعمل مطابق د تدریس کیفیت اوتدریسي پروګرامونو ارزونه.
۲ـ لوړو زده کړو بنسټونو کې د کیفیت لارښوودونو اوکړنلارو مطابق د تدریس کیفیت اوتدریسي پروګرامونو ارزونه.
۳ـ لوړو زده کړو بنسټونوکې د تدریس کیفیت اړوند فعالیتونو دوامداره ارزونه.
۴ـ د تدریس کیفیت ارزونې طرزالعمل مطابق د استادانوارزونه.
۵ـ د تدریس کیفیت ارزونې طرزالعمل مطابق د علمي څېړنوارزونه.
۶ـ د تدریس کیفیت ارزونې طرزالعمل مطابق د علمي خپرونو ارزونه.
۷ـ د تدریس کیفیت ارزونې طرزالعمل مطابق د کریکولمونو پراختیا او د تدریس کیفیت ارزونه.
۸ـ د علمي څېړنو او تدریس مېتودونو د ګټې اخېستنې دڅرنګوالي ارزونه.
۹ـ د تدریسي ملاتړو امکاناتو او وسایلوڅخه د ګټې اخېستنې د څرنګوالي ارزونه.
۱۰ـ د لوړو زده کړو بنسټونو له خوا د تدریس کیفیت بهیرارزونه.