د کیفیت لوړونې اواعتبار ورکونې بورډ د دندو لایحه
- د غونډو پرمخ بیولو په موخه د بورډ رییس، مرستیال او منشي ټاکل.
- د لوړو زده کړو بنسټونو د ځاني ارزونې راپور وړاندې کولو زمانبندي جدول چمتو کول او تصویب.
- د لوړو زده کړو بنسټونو د ځاني ارزونې راپور مطالعه.
- د لوړو زده کړو بنسټونو د ځاني ارزونې راپور تایید یا رد او د سمون یا رد لپاره د سپارښتنې مکتوب وړاندې کول.
- د اعتبار ورکونې معیارونو مطالعه او د تطبیق لپاره نهایي تصویب.
- د تقنیني سندونو مطالعه او تعدیل.
- د طرزالعملونو، لارښوودونو، کړنلارو او د ارزونې مېکانېزمونو تدوین، مطاله، تعدیل او تصویب
- د تقنیني سندونو، طرزالعملونو، لارښوودونو، کړنلارو او د ارزونې مېکانېزمونو د پلي کولو څخه څارنه.
- د ارزونو د پایلو مطالعه او شننه او د بنسټونو د سمون په موخه د مناسب چلند لارې چمتو کول.
- ترلاسه شویو پاوونو پر بنسټ د تحصیلي بنسټونو مسلکي بیا کتنې رسمي پایلو اعلان او د ځانګړي کود سره د لوړوزده کړو وزارت ویب پانې له لارې خپرول.
- د اعتبار ورکونې اوکیفیت لوړونې پروګرامونو په بهیر کې د نویوتحصیلي بنسټونو شاملول.
- د کیفیت لوړونې کمېټې او د پوهنځیو فرعي کمېټو د رامنځته کولو څخه څارنه.
- د تحصیلي بنسټونو بهرنۍ اصلاحي ارزونه.
- تحصیلي بنسټونو ته د کیفیت لوړونې پروګرامونو تشریح او پوهاوی.
- د کیفیت لوړولو مرکزونو، کیفیت لوړونې کمېټو، فرعي کمېټو اود پوهنځیود کیفت لوړونې د پیاوړتیا لپاره د پلان چمتو کول.
- کیفیت لوړونې اواعتبار ورکونې بهیر سره د یو ځای کېدو په موخه د تحصیلي بنسټونو هڅول.
- اړوندو پرېکړو کې د بې پرېتوب اصل مراعتول.
- د مسلکي بیا کتنې د ټاکنې بهیر په موخه د کیفیت لوړونې اواعتبار ورکونې ادارې سره همکاري کول.
- د کیفیت کچې مالومولو په موخه د تحصیلي بنسټونو د مسلکي بیا کتنې راپور څېړنه.
- د سیمې اونړۍ په کچه د کیفیت لوړونې اواعتبار ورکونې بورد غړو د پیاوړتیا په موخه لوړو زده کړو وزارت ته وړاندیز کول.
- لوړو زده کړو وزارت کې له نورو مهمو اواکاډومیګو کمېټو سره همکاري اوهمغږي کول.
- د کیفت لوړونې اواعتبار ورکونې ستراتېژۍ مسودې مطالعه اوتعدیل.
- کیفیت لوړونې اواعتبار ورکونې ادارې د ځان بسیاینې او خپلواکۍ لپاره کار کول.
- د پروګرامونو پراختیا په موخه د اسیا – پسیفیک کیفیت لوړونې شبکې اوله نورو اړوندو نړیوالو کیفیت لوړولو شبکو سره د اړیکو جوړول.
- د نړیوالې کیفیت لوړونې اواعتبار ورکونې شبکو له اسانتیاوو څخه د اغېزناکې ګټې اخېستنې مېکانیزم جوړول.
- د کیفیت لوړونې اواعتبار ورکونې بورډ د پرېکړو محرمیت ساتنه.
- دبورډ غونډو اوحاضري ته ژمنیتا .