د تحصیلي بنسټونو د کیفیت تضمین اصلي او فرعي کمېټې دندی
د تحصیلي بنسټونو د کیفیت تضمین کمېتې دندی
الف: د کیفیت تضمین اواعتبار ورکونې پروګرامونو په اړهه
۱ـ تحصیلي بنسټونو کې د کیفیت ښه والي په برخه کې هڅې.
۲ـ د فارغ ورکوونکو تحصیلي بنسټونو، پوهنځیو اوڅانګو د ځاني ارزونې بهیر څخه څارنه.
۳ـ د تحصیلي بنسټونو د ځاني ارزونې راپورونو چمتوکول.
۴ـ د فارغ ورکوونکو پوهنځیو او څانګو د ځاني ارزونې راپور څېړنه.
۵ـ بیا کتنې بهیرکې د بیا کتنې ټيم سره همکاري کول.
۶ـ د لوړو زده کړو ملي ستراتېژیک پلان، اړوندې موسسې ستراتېژیک پلان، د کیفیت تضمین لایحې په ګډون د اعتبار ورکونې اوکیفیت تضمین په اړه د مهموسندونو اود ځاني ارزونې معیارونو پېژندنه.
۷ـ د پوهنځیو اوعمومي خدمتونولکه لابراتوارونو، کمپیوټرمرکزونو، کتابتونونو، محصلانو ته د خدمتونو وړاندې کول، څېړنه او د موسسې نورې علمي برخې د کیفیت لوړونې په اړه، رییس او د تحصیلي بنسټونوعلمي مرستیال ته دسلا او مشورې ورکول.
۸ـ د تحصیلي بنسټونو اود هر پوهنځي د ځاني ارزونې د علمي او اداري فعالیتونو د بیا کتنې پر بنسټ د کمېټو لپاره د مناسبو سندونو چمتو کول.
۹ـ د کمېټوغونډې، پوهنځیو سره بحثونه، علمي کادر غړو، محصلانو، کارکوونکو او د موسسې نورو غړو د پرېکړو محرمیت ساتنه.
۱۰ـ د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړونې اواعتبار ورکونې ریاست سره د کاري اړیکو ټینګښت.
۱۱ـ د کلنۍ څارنې راپورچمتوکول، د پروګرامونو دوره یي مطالعه او د عملیاتي پلان د تطبیق څارنه.
۱۲ـ د کیفیت لوړونې او ښه والي په برخه کې د نورو اړوندو دندو ترسره کول چې د چارواکو له خوا ورته سپارل کېږي.
ب: د کیفیت لوړونې لپاره د تدابیرو پرېکړې
۱ـ د داسې یوه عملیاتي پلان چمتو کول چې په کې د کیفیت تضمین اواعتبار ورکونې ټول معیارونه، کمزوري ټکي، ګواښونه او فرصتونه په نښه شوي وي.
۲ـ د عملیاتي پلان د پلي کولو مېکانېزم چمتوکول اود تطبیق پر وړاندې د خنډونو حل لارو لټول.
۳ـ د ټولوتحصیلي بنسټونو په کچه د عملیاتي پلان د تطبیق څخه څارنه.
۴ـ د لوړو زده کړو وزارت له ملي ستراتېژیک پلان او د تحصیلي بنسټونو ستراتېژیک پلان د تطبیق څخه څارنه او په دې برخه کې د ربعوار راپور چمتو کول.
۵ـ د تحصیلي بنسټونو په کچه د کیفت تضمین پروګرامونو او پلانونو د تطبیق په موخه د غونډو جوړول.
۶ـ د نورو پروګرامونو تطبیق چې د وزارت د کیفیت لوړونې ریاست له خوا سپارل کېږي.
۷ـ د نوښتونو اونویو پروګرامونو چمتوکول اوتطبیق چې د کیفیت لوړیېدو باعث کېږي.
۸ـ د تحصیلي بنسټونو دعملیاتي پلان، ستراتېژیک پلان اونوروپلانونو لپاره د بودیجې د لګښت څخه څارنه.
۹ـ د زدکړو کړنلارې، د تدریس ښه والي پلان او د تحصیلي بنسټ په کچه د عملیاتي پلان د تطبیق څخه څارنه.
ج: د ټولو اکاډومیکو چارو د څارنې په اړه
د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام د ( ۳۷۸۴/۴۹۳۳) ګڼې حکم ۱۳۹۲/۸/۱۳ نېټې پر بنسټ د ټولو اکاډومیکو چارو څارنه او څېړنه د تحصیلي بنسټونو د کیفیت لوړونې اواعتبار ورکونې کمېټې پر غاړه دی چې په کې لاندې دندې شاملې دي.
۱ـ د تحصیلي بنسټونو د علمي شورا تر تاییدۍ وروسته د وزارت د کیفیت لوړونې اواعتبار ورکونې ریاست د هر سمیستر په پای کې د ټولو نشراتي چارو څارنه کوي او رسمي راپور یې چمتو کوي.
۲ـ د تحصیلي بنسټونو د علمي شورا تر تاییدۍ وروسته د وزارت د کیفیت لوړونې اواعتبار ورکونې ریاست د هر سمیستر په پای کې د تحصیلي بنسټونو په کچه د علمي څېړنو څخه څارنه کوي.
۳ـ د تدریسي چارو څارنه په ځانګړي ډول د تدریس کیفیت د ارزونې طرزالعمل تطبیق او په اړه یې د تحصیلي بنسټونو د علمي شورا تر تاییدۍ وروسته د کیفت لوړونې او اعتبار ورکونې ریاست ته راپور وړاندې کول.
۴ـ د نهایي ازموینو څارنه او د واحدو ازموینو طرزالعمل تطبیق چې د هر سمیستر په پای کې د تحصیلي بنسټونود علمي شورا تر تاییدۍ وروسته د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې ریاست ته راپور چمتو کېږي.
۵ـ د تجهیزاتو، د اړتیا وړ توکو، د عملي کارونو او لابراتوار سامانونو څخه څارنه او په اړه یې د تحصیلي بنسټونو د علمي شورا تر تاییدۍ وروسته د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې ریاست ته راپور چمتو کول.
۶ـ د سمیستر په بهیر کې د څانګو د درسي مېتود څخه څارنه او د علمي شورا تر تاییدۍ وروسته د تحصیلي بنسټونو د کیفیت لوړونې ریاست ته د سمیستر په پای کې د رسمي راپور چمتو کول.
۷ـ هر سمیستر کې د درسي توکو او لکچر یادښتونو څارنه او د نورو توکو سمونه او سټنډرډ کول او د تحصیلي بنسټونو د علمي شورا تر تاییدۍ وروسته د کیفیت لوړونې ریاست ته رسمي راپور چمتو کول.
۸ـ د سمیستر په بهیر کې د کریکولم او د څانګو درسي مفرداتود تطبیق څخه څارنه او د تحصیلي بنسټونود علمي شورا تر تاییدۍ وروسته د هر سمیستر په پای کې د کیفیت لوړونې ریاست ته د راپور چمتوکول.
۹ـ د کال په اوږدو کې د ګومارنو اوعلمي ترفیعګانو د روڼتیا بهیر څخه څارنه او علمي تحصیلي بنسټونو شورا ته د راپورچمتوکول.
۱۰ـ د تحصیلي بنسټونو د نظم اودسپلین څخه څارنه او د لوړو زده کړووزارت د کیفت لوړونې ریاست ته د راپور وړاندې کول.
۱۱ـ د تدریس په بهیر کې د نوې تیکنالوژۍ د ګټې اخېستنې څخه څارنه او د سمیستر مهال وېش د تطبیق څرنګوالی.
۱۲ـ د څانګواو پوهنځیو د اکاډومیکو فعالیتونو څارنه اوڅېړنه.
۱۳ـ د لایحو، مقررو، طرزالعملونو او د اکاډومیکي برخې د نوروتقنیني سندونوڅارنه او څېړنه.
۱۴ـ د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ مقررې د توکو مطابق د علمي، څېړنیزو اوخپرندویو خدمتونو د وړاندې کولو څخه څارنه او څېړنه.
د پوهنځیو په کچه د کیفیت تضمین فرعي کمېټې دندیې:
۱ـ د پوهنځي په کچه د کیفیت ښه والي چټکتیا اوهڅونه.
۲ـ د اعتبار ورکونې، زده کړه ییزو پروګرامونو اود پوهنځي د نورو فعالیتونو د بهیر څخه څارنه.
۳ـ د پوهنځي په کچه د کیفیت تضمین پروګرامونو د تطبیق په اړه تحصیلي بنسټونو ته د مالوماتو وړاندې کول.
۴ـ د پوهنځي په کچه د کیفیت تضمین فرعي کمېټې د غړو زده کړه او ټاکنه.
۵ـ د کیفیت تضمین بهیر په اړه پوهنځي ته سلا او مشوره ورکول.
۶ـ د ځاني ارزونې، ساحوي لیدنې او د پوهنځي اړوند د کیفیت تضمین نورو پروګرامونو ارزونې لپاره چمتووالی.
۷ـ پوهنځي کې د کیفیت تضمین بهیر په اړه د سندونو او شواهدو را ټولول.
۸ـ د کیفیت تضمین او اعتبارورکونې اصلي کمېټې سره د اړیکو جوړول.
۹ـ د پوهنځي په کچه د کیفیت تضمین وروستیو لاسته راوړنو څخه ګټه اخېستنه.
۱۰ـ د پوهنځي ځاني ارزونې د راپور چمتوکول.
۱۱ـ د پوهنځي په کچه د کیفیت تضمین زده کړه ییز پروګرام جوړول.
۱۲ـ د کلنۍ څارنې راپورچمتوکول، د پروګرامونو دوره یي مطاله او د عملیاتي پلان د تطبیق تعقیب.
۱۳ـ د کیفیت ښه والي او لوړونې اړوندو نورو دندو ترسره کول چې د چارواکوله خوا یې د ترسره کېدو سپارښتنه شوې وي.