لوړو زده کړو وزارت
پوهنتون
پوهنځی( )
د علمي پروګرامونو د کلنی څارني راپور
کال ۱۳۹۷
د پوهنتون د کيفيت د تضمين کمېټې ته سپارل
د سپارني نېټه: ……./……./۱۳۹۷
د څانګي نوم ( ) د څانګي آمر ( )
د پروګرام نوم (لیسانس⃝ ماستری⃝ ورځنی ⃝ شپنی ⃝ ) نېټه: ……../……../ ۱۳۹۷
۱) د علمي پروګرام نوم ( ) | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
۲) مؤثر او ګټوري کړني په دې برخه کي د علمي کړنو څخه په مختصر ډول (څېړنه، تدريس، او يا هر ډول بله کړنه چي د استادانو، محصلانو او د څانګي په توسط په مؤثره ډول سرته رسېدلې وي او د تېرو کلنو سره په نسبت توپير لرونکې او څرګنده وي، ذکر کړل شي. دغه برخه ښيی چي څانګي د تېر کال/کلنو په تناسب څه ډول پرمختګونه او کړني په مؤثره بڼه لا له وړاندي سرته رسولي.
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
۳) د تېر کال د کمبوتاتو د ليري کولو او کړنو د ترسره کولو په اړه معلومات کوم چي د کلنی عملياتي پلان څخه په لاس راغلي پرمختګونو او بشپړتيا تاييدوي. په دې برخه کي د تېر کال د عملياتي پلان د تطبيق څخه لاسته راغلي پايلي چي د کلنی بيا کتني په مټ جوړيږي، دلته راوړل کيږي. که چيري د تېر کال د کلنی بيا کتني پروسه د څانګي له لوري نه وي ترسره شوې، کولای شي د هر هغه پلان راپور چي د کيفيت ښه والی څرګندوي، په دې ځای کي راوړل شي. د عملياتي پلان د تطبيق او لاسته راوړنو او ورسره جوخت هغه ننګوني چي په ځینو مواردو کي نه وي تطبيق شوي (که چيري دغه ډول موارد شتون ولري) او د هغوی لاملونه. دغه برخه دا څرګندوي چي څانګي د کلني عملياتي پلان په تطبيق کي چي د کمبوتاتو د ليري کولواو د کيفيت د ښه والي په پار آماده شوی ؤ، بريالی ؤ او وښئی چي په کومو برخو کي زيات بريالی نه ؤ او لاملونه يې څرګند کړي.
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
۴) د محصلانو پرمختګ په دغه برخه کي د نوي شامل شويو محصلانو شمېر او د نوي کال فارغان او همدارنګه د ټولو محصلانو پرمختګ د پروګرام د اړتياؤ په بشپړتيا کي (د بېلګي په توګه سمستر واره تحصيلي نصاب) راوړل کيږي. په ټولو ټولګيو او مضامينو کي د محصلانو پرمختګ (د اړتيا په صورت کي د هغوی پرتله د تېرو کلنو سره) د مضامينو د وضعيت د ښه انځور او يا په هر ټولګی او مضمون کي د محصلانو لاسته راوړني او همدارنګه د مضامينو او سمسترونو ممکنه پرتله لاسته راځي.
د وروستيو څلورو کلنو د نوي شامل شويو محصلانو جدول چي منفکي او تاجيل پکښي ذکر شوی وي
تبصره: (په جدول کي د ورکړل شويو ارقامو د نوي شامل شويو محصلانو، د هغوی زياتوالی او کمښت، د منفکيو او تاجيلونو او د هغوی لاملونه…)
د محصلانو د پرمختګ سمسترواره جدول (د تحصيلي کال لومړی سمستر)
تبصره: (په مختلفو ټولګیو او کلنو کي د محصلانو د ارتقاء د زياتوالي او کموالي مېزان او د هغوی لاملونه…)
د محصلانو د پرمختګ سمسترواره جدول (د تحصيلي کال دوهم سمستر)
تبصره: (په مختلفو ټولګیو او کلنو کي د محصلانو د ارتقاء د زياتوالي او کموالي مېزان او د هغوی لاملونه…)
د وروستيو څلورو کلنو د فارغانو جدول
تبصره: (د فارغانو د سلني او شمېر د تناسب په اړه چي په لومړي کال کي يې نوم ليکنه کړې وي او د هغوی پرتلئيز ټيټوالی او زياتوالی په بېلا بيلو کلنو کي چي د محصلانو د پرمختګ او شاتګ د پرتلئيز ټيټوالي او لوړوالي مېزان ښئي چي په تحصيلي دوره کي يې صورت نيولی دی.)
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
۵) کار ګمارنه: (د هغو فارغانو شمېر چي تېر کال په دندو ګمارل شوي دي.)
تبصره: (د هغو په کار ګمارلو شويو کسانو د تېر کال مېزان چي د خپلي رشتې او يا د رشتې خلاف په نورو کاري حوزو کي په کار ګمارل شوي وي… او همدارنګه هغه کسان چي د خپلو زده کړو لپاره د لوړو تحصيلي درجو لپاره يې دوام ورکړی وي…)
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
۶) د محصلانو نظرونه: په دې برخه کي د څانګي له لوري د استادانو د تدريس د کيفيت څخه د ارزوني په پار د سروې ګانو پايلي او نظر پوښتنپاڼي او همدارنګه د محصلانو رضايت د تدريس، مضمونونو، خدماتو او د څانګي، پوهنځی او پوهنتون د امکاناتو او ورته هر ډول نظرونه چي په دې وسيله يې لاسته راوړي وي ځای پر ځای شي. د تدريس د کيفيت څخه د محصلانو د رضايت د سلني جدول
تبصره: (په پورته جدول کي د پنځه ګونو برخو مېزان او ډېر ترينه او کم ترينه د خوښی څرګندونه د لومړی ټولګی څخه تر څلورم/پنځم هغه پوري او د پورته پنځه ګونو عواملو د رضايت کچه… او همدغه ډول هرنوع تبصره او نور ټکي چي د ځوابونو او نظر پوښتنو له لوري د محصلانو په توسط د رشتې اړوند را غونډ او تحليل شوي وي، راوړل کيږي.)
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
۷) د فارغانو نظرونه: په دې برخه کي د محصلانو نظرونه او ليدلوری چي د رشتې مطابق کار پيدا کوي او همدرانګه د رشتې مطابق مضمونونو مخته وړني مېزان چي په خپل کاري محيط او ورته ځايونو کي ترې کار اخيستلای شي، دلته د بحث وړ دي.
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
۸) د دوره ای پروګرامونو د بيا کتني په پار د کړنو په اړه معلومات دلته د ذکر وړ دي په دې برخه کي د تيري دوره ای بيا کتني په باره کي معلومات او همدارنګه هغه کړني چي له وجهي يې کار صورت نيولی راپور يې دلته راوړل شي.
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
۹) د زده کړي فزيکي سرچينې: په دې برخه کي د زده کړو سرچينې او کومکي زده کړو د بېلګي په توګه درسي خونه، د کار خونه، اداري، لابراتوار، کمپيوټر لب، کتابتون د پوره سرچينو سره، پروجيکټور او داسي نور د زده کړو سرچينې او کومي زده کړي او همدارنګه نوري فزيکي سرچينې د څېړنيزو او خدماتي موخو… لپاره معلومات راوړل کيږي چي وښئيی چي نوموړي سرچينې په کومه اندازه و شته حالت ته ځواب ويونکي دي.
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
۱۰) بشري سرچينې په دې برخه کي بشري سرچينې او يا د څانګي علمي کادر د تحصيلي کچي په سطحه، اختصاصي رشته، علمي ربته او کاري سابقه راوړل کيږي.
تبصره: په دې اړه د استادانو شمېر او د دوی تحصيلي کچي او علمي رتبې تر کومه بريده د څانګي د اړتياؤ ځواب ويونکي دي او څرګنده شي چي د استادانو لېږل و برسونو ته، يا د هغوی ترفيع او يا هم د نورو زیاتو غړو په دندو ګمارلو ته اړتيا ليدل کيږي….
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
۱۱) د جاري تحصيلي کال پايلي او د راتلونکي تحصيلي کال لپاره کاري پلان په دې برخه کي په لومړي قدم کي هغه پايلي او لاسته راوړني راوړل کيږي چي د کلنۍ بيا کتني او پورته ذکر شويو لس ګونو مواردو پر اساس لاسته راځي. اټکل کيږي چي لاسته راغلي پايلي دي په لسو پاراګوفونو لرونکي وي چي هر پاراګراف يې د يوه پورته مورد پايله بيانوي. وروسته تر پايلو د نوي تحصيلي کال لپاره کاري پلان آماده کول چي د پورته ذکر شويو حالتونو د ښه والي سبب وګرځي په داسي حال کي چي تر دې دمه نه دي ترلاسه شوي. ددې پلان د تهيې کولو لپاره لاندي فارمټ د کارولو وړانديز کيږي، برسېره پردې، څانګه کولای شي چي لاندي فارمټ د ښه والي د بخښلو او پراختيا ورکولو په موخه تغير ورکړي تر څو په مسلکي توګه د څانګي کلني کاري پلان ځواب ويونکی وي. د څانګي کلنۍ کاري پلان بايد د نوموړي راپور سره ضميمه واوسي.
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
۱۲) نور موارد په دې برخه کي هر ډول ارزونه، اطلاعات او هغه موارد چي د کلنی بيا کتني د سم تطبيق لپاره لازم دي مګر په پورته ۱۰ يادو شويو مواردو کي ندي راوړل شوي، دلته ياد کړل شي. په ځانکړې توګه هغه ځانګړي موارد راوړل شي چي د علمي برنامې د وضيعت سم انځور وړاندي کړي او د هغه ښه والي په راتلونکي کي ډاډمن کوي، پاملرنه وشي. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د راپور ورکووني نېټه: ……../……../ ۱۳۹۷ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پوهنځی د کميټې تاييد:
|
اړين يادداښتونه: د کلنی بيا کتني د راپور د ترتيبولو په وخت کي د مهربانی له مخي د سافټ فارمټ څخه استفاده وشي.
نوموړی سافټ فايل د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکووني د رياست د وېبپاڼي څخه ترلاسه کولای شئ: www.qaad.edu.af
د ډانلوډ لپاره په لاندی لینک کلیک کړۍ
د علمي پروګرامونو د کلنی څارني راپور
پوهنتون
د عملي پروګرامونو د کلنی بيا کتني عملياتي پلان– کال ۱۳۹۷
شمېره | لوېدلي ټکي | د ښه والي پلان | د ترسره کولو مسؤل | د ترسره کولو مهال | د ترسره کولو شواهد | کتني |
۱ | ||||||
۲ | ||||||
۳ | ||||||
۴ | ||||||
۵ | ||||||
۶ | ||||||
۷ | ||||||
۸ | ||||||
۹ | ||||||
۱۰ | ||||||
۱۱ | ||||||
۱۲ |
پوهنځی ( ) څانګي ( ) کال (۱۳۹۸)