د علمي پروګرامونو د بیا کتني پاليسی

  

د افغانستان اسلامي جمهوريت

لوړو زده کړو وزارت

علمي معينيت

 

د علمي چارو د انسجام عمومي رياست

د علمي پروګرامونو د پراختيا رياست

د علمي پروګرامونو د بيا کتني پاليسی

ليندۍ ۱۳۹۶

د مطالبو نوملړ

مقدمه. ۳

تعریف اصطلاحات… ۴

  1. ایجاد وطی مراحل برنامه جدید علمی… ۶

۲. نظارت سالانه از برنامه‌های علمی… ۸

۳. بازنگری دوره‌یی برنامه‌های علمی… ۹

۴. تعلیق، ادغام و الغای برنامه‌های علمی… ۱۱

سريزه

د علمي پروګرامونو د بيا کتني پاليسی چي د لوړو زده کړو وزرات له لوري تدوي شوې ده، ددې تحصيلي ۱۳۹۷ ه.ل. کال څخه د لوړو زده کړو مؤسساتو د بيا کتني په موخه د استفادې وړ ده. دا پاليسی، د لوړو زده کړو مؤسساتو کړني په څلورو برخو کي تر پوښښ لاندي نيسي:

  • د نوي علمي پروګرامونو ايجاد او تائيد
  • د علمي پروګرامونو کلنۍ څارنه
  • د علمي پروګرامونو دوره ای بيا کتنه
  • د علمي پروګرامونو تعليق، ادغام او له منځه وړل

ددې پالیسی اساسي موخه په افغاستان کي د لوړو زده کړو مؤسساتو د د علمي کړنو د بهير څخه د ډاډ د لاسته راوړني په خاطر د وړ علمي پروګرامونو په ارائيه کول، په دوامداره توګه د علمي پروګرامونو د کيفيت ښه والی او تامين د محصلانو لپاره د لوړو زده کړو په برخه کي نوښتګر او با کيفيته چاپيريال رامنځته کول.

نوموړې پاليسی و ټولو دولتي او خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو ته لېږل شوې تر څو هره لوړو زده کړو مؤسسه نوموړې پاليسی د يو روښانه لارښود په بڼه د لاندي مورادو په کارولو سره ګټه واخلي:

  • د لوړو زده کړو مؤسسې د ټولو پروګرامونو څخه مديريت او و محصلانو ته د بهترينو ميتودنو او تجربو په ښودلو سره ډاډ ترلاسه کړي.
  • و لوړو زده کړو وزارت ته د غوښتل شوي لوړو زده کړو مؤسسې د ټولو پروګرامونو د د تطبيق د بهير ډاډ ورکول.

هيله کيږي چي نوموړې پاليسی د ۵ څخه تر ۱۰ راتلونکو کلنو پوري په ټولو لوړو زده کړو مؤسساتو کي د استفادې وړ وګرځي، او په ياده موده کي لوړو زده کړو مؤسسه د تحصيلي نصاب د تدوين او د ټولو علمي پروګرامونو د مديريت د زمینه سازی په برخه کي علمي خپلواکی ترلاسه کړي.

لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل يو روښانه سند ته پراختيا ورکړې ده چي د لايحې د تطبيق په موخه د موجوده لوړو زده کړو مؤسساتو د استفادې وړ وګرځي.

د اصطلاحاتو تعريف

  • علمي پروګرام (څانګه/فارغ ورکوونکې پوهنځی): چي سر له اوسه د پروګرام په نامه ياديږي کوم چي مجموعه يې د مضمونونو، تطبیقي پلانونو، د ارزيابی پلان او د علمي کادر د غړو د سرچينو، تجهيزات او امکانات چي په تخصصي رشتې پوري اړوند دي، د اکادميک اعتبار او يا د سند په ترلاسه کولو باندي پای ته رسيږي.
  • کلنۍ څارنه: عبارت د هغه کلنۍ رسمي فعاليت څخه دی، چي د ټولو څانګو په واسطه په لوړو زده کړو مؤسسه کي د علمي پروګرامونو د بررسی د اغېزمنتيا او د اړتيا وړ ساحاتو د تشخيص په موخه ترسره کيږي.
  • دوره ای بيا کتنه: عبارت د هغه رسمي فعاليت څخه دی چي د لوړو زده کړو مؤسسې په واسطه په هرو پنځو کلنو کي په عادي توګه يو ځل د دوامداري ارزوني په موخه، د هر علمي پروګرام لپاره تعريف شوي معيارونو د کيفيت او تطبيق او په علمي پروګرامونو کي د لازمو تشخيص شوي تغييراتو په پار ترسره کيږي.
  • تعليق (ځنډ): يوه پروسه ده چي په هغه کي يو علمي پروګرام د په ګوته شويو ستونزو له کبله د يو مشخصي مودې لپاره درول کيږي. نوموړې پروګرام نه شي کولای تر څو نوي محصلان د ځنډ د مودې تر ختمېدو پوري جذب کړي. امکان لري، پکار ده چي نوموړی پروګرام برحاله محصلان د هغوی تر تحصيلي دورې تر ختمه پوري ادامه پيدا کړي.
  • ادغام: يوه پروسه ده چي د دوو او يا څو علمي پروګرامونو تر منځ زيات ورته والی شتون ولري چي دغه ورته والی د زده کړي په موخو او تحصيلي نصاب سره يو د بله څخه بېليدای شي. د پروګرام ادغام کېدلای شي د يوه او يا پروګرامونو د تړلو باعث وګرځي.
  • الغا (له منځه وړل): عبارت د هغي پروسې څخه دی چي په مټ يې يو علمي پروګرام د بېلا بيلو دلايلو له وجهي چي لا له وړاندي تشخيص سوي وه هيڅ مثبت اقدام نه وي نيولی او يا و نوموړي پروګرام ته نوره اړتيا نه ليدل کيږي په دايمي ډول وتړل شي.
  • د علمي پروګرامونو د پاليسی د تطبيق ساحه: نوموړې پاليسی د لوړو زده وزارت د مقام د تصويب څخه وروسته د لاندي پروګرامونو لپاره د اجراء وړ ده:
  • د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو د ليسانس د عمومي دورې ورځني او شپني پروګرامونه
  • د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو د ماستری او دوکتورا پروګرامونه
  • د علمي پروګرامونو د بيا کتني کمسيون: دا يو داسي تشکيل دی چي د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کي د علمي پروګرامونو د څارني په منظور رامنځته شوی او د يو ځانګړي طرزالعمل له مخي کړني ترسره کوي. د علمي پروګرامونو د بيا کتني کمسيون عبارت دی له: د دولتي لوړو زده کړو مؤسساتو علمي مرستيالان (کابل، پولی تخنیک، کابل طبي، د شهيد رباني ښوونه او روزنه، هرات، شیخ زاید، ننگرهار، بامیان، کندز، بلخ او کندهار) او خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو څخه درې تنه علمي مرستيالان، د کيفيت د لوړاوی او اعتبار ورکووني رئيس، د علمي پروګرامونو د پراختيا رئيس چي د لوړو زده کړو وزارت د علمي معاونيت د رياست تر چتر لاندي خپلي اړونده کړني تنظيم او مخته وړي.

  1. د نوي علمي پروګرام رامنځته کول او پروسه

په آخرو کلنو کي، لوړو زده کړو وزارت په زيات شمېر علمي پروګرامونه په خصوصي او دولتي سکتورونو کي رامنځته کړي دي. نوموړي پروګرامونه په زياته چټکتيا او متناسبه توګه؛ د محصلانو د شمېر زياتوالی کوم چي د نوموړو پروګرامونو د کيفيت څخه د ډاډ د ترلاسه کولو پروسه يې د جدي خنډونو سره مخامخ کړې ده. په دې برخه کي، د هغو لوړو زده کړو مؤسسو لپاره کوم چي غواړي نوی پروګرام رامنځته کړي، لازمي لارښووني په لاندي ډول ورته وړاندي کيږي:

  • لوړو زده کړو مؤسسه کولای شي چي نوی پروګرام د لاندي معيارونو په نظر کي نيولو سره وړانديز او مراحل طی کړي:

الف: د دقيق اړتيا سنجوني پر اساس د اړتيا سره سم د نوي پروګرام رامنځته کېدل.

ب: د پروګرام زده کړئيزي موخي.

ج: د پروګرام د تحصيلي نصاب لرل.

د: د علمي کادر او کارکوونکو لرل.    

هـ: فزيکي امکانات.

  • که چيري لوړو زده کړو مؤسسې يو کال وړاندي د نوي پروګرام د رامنځته کولو وړانديز کړی وي، په داسي حال کي چي د لوړو زده کړو وزارت لخوا د نوموړي مؤسسې د پروګرامونو څخه لږ تر لږه يو پروګرام يې د تعليق او يا الغا په حالت کي قرار ولري، د نوي پروګرام د رامنځته کولو جوګه وشمېرل شي.
  • لوړو زده کړو مؤسسې چي خپل اړوند مؤسسې په اړه يې پروګرام او يا پروګرامونه په تعليق کي قرار ولري د ۱.۲ لوړ ذکر شوي امر څخه مستثنی دي.
  • يوه لوړو زده کړو مؤسسه په کلني ډول حد اکثر شمېر وړانديزونه د نوي علمي پروګرام د رامنځته کېدلو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندي کوي؛ د نوموړي مؤسسې د اعتبار اخيستني په وضعيت پوري تړاؤ لري.
  • لوړو زده کړو مؤسسه د تاسيس د کال څخه پيل بيا د اعتبار اخيستني تر لومړی مرحلې پوري کولای شي حد اکثر دوه پروګرامونه د لوړو زده کړو وزارت ته وړانديز کړي.
  • هغه د لوړو زده کړو مؤسسې چي د اعتبار اخيستي لومړی مرحله يې په برياليتوب سره طی کړې وي، کولای شي حد اکثر څلور علمي پروګرامونه لوړو زده کړو وزارت ته وړانديز کړي.
  • هغه د لوړو زده کړو مؤسسې چي د اعتبار اخيستي دوهمه مرحله يې په برياليتوب سره طی کړې وي، کولای شي حد اکثر شپږ علمي پروګرامونه لوړو زده کړو وزارت ته وړانديز کړي.
  • هغه د لوړو زده کړو مؤسسې چي د اعتبار اخيستي درېيمه مرحله يې په برياليتوب سره طی کړې وي، کولای شي حد اکثر اته علمي پروګرامونه لوړو زده کړو وزارت ته وړانديز کړي.

  • د لوړو زده کړو مؤسساتو د نوي پروګرامونو د رامنځته کولو وړانديز د علمي پروګرامونو د بيا کتني د کمسيون لخوا څخه ارزول کيږي او د ياد وړانديز پايله د نوموړي کمسيون له لوري د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختيا و رياست ته د وروستی قانوني کړنو په موخه سپارل کيږي.

۲. د علمي پروګرامونو کلنۍ څارنه

د کيفيت د ښه والي، فرهنګ جوړوني، بنسټ ايښودني او ترويج په خاطر د علمي پروګرامونو د پروسې د تطبيق جاري ساتل او د کيفيت د تامين د ډاډ د تر لاسه کولو په پار ټول پروګرامونه بايد په کلنۍ ډول يو ځل د څارني او ارزيابی تر پروسې لاندي ونيول شي.

۲٫۱ د علمي پروګرامونو کلنۍ څارنه د يوې ځانګړي کميټې له لوري مخته وړل کيږي چي د علمي کادر غړو او يا د اړونده پوهنځيو د څانګو د آمرينو څخه جوړه ده. نوموړې کمېټه د رئيس او د پوهنځی د کيفيت د لوړاوی د کميټې د آمر له لوري څارل کيږي.

۲٫۲ د کلنۍ څارني د پروسې اساسي موخي په لاندي توګه دي:

الف) په کيفي ډول د معيارونو د تطبيق د ډاډ ترلاسه کول او څارنه او په غوښتل شوې ساحه کي د محصلانو په يادولو د بهير ساتنه او د علمي پروګرامونو د کيفيت د ښه والي او د هغو ساحاتو په ګوته کول چي و ښه والي ته اړتيا ليدل کيږي، ډاډ تر لاسه کول.

ب) د علمي پروګرامونو په تطبيق کي د نوښتونو د نشر او پراختيا په برخه کي تشويق او حمايت او د څانګو، پوهنځيو، لوړو زده کړو مؤسسې او لوړو زده کړو وزارت پوري اړوند موضوعاتو په ګوته کول؛

۲٫۳ د علمي پروګرامونو کلنۍ څارنه لاندي موضاعت په بر کي نيسي:

  • کتونکي هغه ټکي چي د ارزوني په بهير کي په ګوته، د کارکوونکو د کړنلاري سره اړه ولري د هغوی سره شريکوي، د پلان جوړوني، د مسلکي ودي او د تدريسي لازمو مرستو په موخه د کارکوونکو سره صورت نيسي؛
  • د هغه ساحاتو په ګوته کول کوم چي و لازم ښه والي ته اړتيا لري، د تدريسي لوړو معيارونو د لاسرسۍ په موخه او د هغوی د ساتني په پار د پروګرامونو مسؤلينو او د څانګو آمرينو ته لازمي مشورې ورکول
  • د علمي کادر غړو د علمي ترفيعاتو په اړه معلومات ارائيه، او د بشري سرچينو ته د لوايحو او کړنلارو په اړه معلومات ارائيه کول.

۲٫۴ د لوړو زده کړو مؤسسه د هغو اسنادونو او فورمو څخه د علمي پروګرامونو د کلنۍ څارني په موخه ګټه اخلي کوم چي د لوړو زده کړو وزارت له لوري تدوين شوي دي.

۲٫۵ د علمي پروګرامونو د کلنۍ څارني راپور او علمياتي پلانونه کولای شي د يوې لوړو زده کړو مؤسسې د ځان ارزوني د  مرستندويه اسناد په حيث چي د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکووني په پروسه کي او د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکووني په نورو پروسو کي کاريږي او د استفادې وړ دی.

۳. د علمي پروګرامونو دوره ای بيا کتنه

د علمي پروګرامونو دوره ای بيا کتنه د لوړو زده کړو مؤسسې د کيفيت د لوړاوی د اړينو پروسو څخه شمېرل کیږي، چي ټول فارغ ورکوونکي پروګرامونه کوم چي د ليسانس، ماستری او دوکتورا په سطحه وي په بر کي نيسي.

۳.۱ دوره ای بيا کتنه يو ښه فرصت شمېرل کيږي، چي په مټ يې علمي پرورګرامونه د بازار د اړتيا سره سم د استفادې وړ ګرځي تر څو وکولای شو چي غوښتل شوی پايلي د باکيفيته زده کړو او لوړو معيارونو ډاډ ترلاسه شي.

۳.۲ د علمي پروګرامونو د بيا کتني پروسه د کيفيت د لوړاوی او ډاډګېرني په موخه د زده کړي او يادوني د پروسې په پار ده. نوموړې پروسه د لوړ اهميت لرونکې ده. نوموړې پروسه د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر په غړو پوري اړونده ده چي د دوی په واسطه باید ترسره شي.

۳.۳ دوره ای بيا کتنه د استادانو او کارکوونکو مهارتونه او ظرفيتونه د زده کړي په برخه کي ښه والی ور بخښي، چي د هغوی د زده کړي مهارتونه لوړوي او وړتياوي يې د بازار د غوښتني سره سم عياروي.

۳.۴ ټوله علمي پروګرامونه بايد په هر ۵ کاله کي يو ځل وارزول شي. د اړتيا په صورت کي د يو پروګرام بيا کتنه د ۵ کاله مودې وړاندي د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي مرستيال له لوري بايد علمي شورا ته د تائيد په موخه وړاندي شي.

۳.۵ لوړو زده کړو مؤسسه د علمي پروګرامونو د دوره ای بيا کتني په پار اړوند مهالوېش چمتو او د لوړو زده کړو وزارت سره شريک او هغه علمي پروګرامونه چي تر ۵ کاله زيات فعاليت کړی وي په مهالوېش کي لومړيتوب ورکړي.

۳.۶ دوره ای بيا کتنه د قانون د تطبيق، مقررو، د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو او د علمي پروګرامونو د سمون سره جوخت د ټولني اړتياوي په نظر کي نيولو کي سره ترسره کيږي.

۳.۷ د علمي پروګرامونو د دوره ای بيا کتني راپور د لاندي موضوعاتو لرونکي دي:

  • اهميت، ارزښت او د پروګرام پايداري او د هغوی اړيکه د لوړو زده کړو مؤسسې د پلانونو سره.
  • د زده کړي ټولئيز کيفيت، ياد کونه او د زده کړو او د پايلو د يادولو په موخو لاسرسۍ.

۳.۸  دوره ای بيا کتنه د لاندي مرستندويه برخو لرونکې ده:

۳.۱۰ دوره ای بيا کتنه ډاډ ورکوي چي د کلنۍ څارني عملياتي پلانونه په درست ډول تطبيق شوي دي.

۳.۱۱  د دوره ای بيا کتني راپور او وړانديزونه د ټولو اړخونو سره جوخت په خلص ډول د ټولو علمي کادر غړو او محصلانو سره شريکيږي.

۳.۱۲  د دوره ای بيا کتني راپور کولای شو د مرستندويه اسناد په حيث د لوړو زده کړو مؤسسې د ځان ارزوني په پروسه کي او همدارنګه د اعتبار اخيستي د پروسې د يوې برخی په توګه کار واخيستل شي.

۴. د علمي پروګرامونو تعلیق، ادغام او له منځه وړل

لوړو زده کړو وزارت او يا د لوړو زده کړو اړونده مؤسسه کولای شي چي علمي پروګرام تعليق، ادغام او له منځه وړل د لاندي مواردو په بناء پرېکړه وکړي:

  • د پروګرام کيفي ستونزي
  • د پروګرام منفي ارزونه چي د کلنۍ او يا دوره ای بيا کتني د پروسې د پايلو څخه لاسته راځي.
  • د پروګرام د مخته وړلو لپاره د مادي امکاناتو او زېربناؤ نشتون.
  • د بشري سرچينو کمبودتيا (علمي کادر، کارکوونکي).
  • د لوړو زده کړو د قانون او مقرراتو څخه تیری
  • د کار د بازار مطابق د علمي پروګرام څخه د فارغانو د اړتيا نه ليدنه
  • په لوړو زده کړو مؤسسه کي د ورته رشتو شتون
  • د لوړو زده کړو مؤسسې د ستراتيژيک پلان په خلاف د رشتو شتون
  • د علمي پروګرام د تعليق، ادغام او له منځه وړل د لوړو زده کړو مؤسسې د کيفيت د لوړاوی د کميټې په مټ د کلنۍ او دوره ای بيا کتني د پايلو پر اساس وړاندي کيږي. وړاندي لدې چي د يو علمي پروګرام د تعليق وړانديز د لوړو زده کړو وزارت ته ولېږدول شي لومړی بايد د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا له لوري تصويب کړل شي.
  • د يو علمي پرورګرام تعليق، ادغام او له منځه وړل د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړي پر اساس داسی ترسره کيږي چي د کيفيت د لوړاوی د رياست او د علمي پروګرامونو د بيا کتني د کمسيون د ګډ پلاوي د ارزوني او بررسی پر اساس ترسره شوی وي.

د علمي پرورګرام د تعليق، ادغام او يا له منځه وړل وروستی پرېکړه د قانون په چوکاټ کي د لوړو زده کړو وزارت د عالی شورا د صلاحيتونو څخه ګڼل کیږي.

  د پروګرام تعليق

  • که چيري کوم پروګرام د لوړو زده کړو وزارت د اړونده ادارې له لوري د تعليق په حالت کي راځي، د لوړو زده کړو مؤسسه د راتلونکي تحصيلي کال لپاره د نوموړي پروګرام لپاره د نوي محصلانو د جذب حق نلري. سربېره پردې، د لوړو زده کړو وزارت د نوموړي پروګرام دوام د شته محصلانو د فراغت تر وخته پوري او يا دا چي د همدې پروګرام لپاره بل بديل ولټوي د پرېکړي حق لري.
  • هغه پروګرام چي د تعليق په حالت کي قرار لري، د لوړو زده کړو مؤسسه نه شي کولای چي محصلان جذب کړي.
  • هغه پروګرام چي د تعليق په حالت کي قرار ولري مسؤلين يې مکلف دي چي د نوموړي پروګرام درسي او اداري بهير د شته محصلانو تر فراغت پوري تکميل کړي.
  • په داسي حال کي چي د تعليق شوي پروګرام محصلان فارغ شوي وي مګر پروګرام لا هم د تعليق د حالت څخه وتلی نه وي، د محصلانو د فراغت څخه وروسته نوموړی پروګرام لغو دی.
  • د تعليق شوي پرورګرام د شرايطو ليري کول او د پروګرام له سره پيلول د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو د بيا کتني د کمسيون له لوري ټاکل کيږي. د لوړو زده کړو مؤسسه د تعليق شوي پرورګرام ليري کول او د پروګرام له سره پيلېدلو لپاره و لوړو زده کړو وزارت ته لازم اسناد د شواهد په پار ارائيه کړي.

د پروګرام ادغم/څانګه

د پروګرام او يا پروګرامونو د مدغم کېدلو په صورت کي، امکانات (زېربناوي، بشري سرچينې او تجهيزات) د مدغم شوي پرورګرامونو د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري شورا د لازم ګڼل کېدلو سره سم او د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د بيا کتني د کمسيون د منظوری پر اساس تنظيم کيږي.

د پروګرام له منځه وړل

د هغه علمي پروګرامونو استادان چي د تدريجي لغو او قطعي لغو سره مخامخ وي، د قانون سره سم و خپلو هم مثله (ورته) رشتو ته تبديليږي. د يو علمي پروګرام لغو کېدل په لاندي دوو طريقو سره صورت نيسي:

  1. تدريجي لغو: نوي محصلان و نوموړي پروګرام ته ندي معرفي شوي او وروسته د موجوده محصلانو تر فراغت نوموړی پروګرام لغو ګرځي.
  2. قطعي لغو: د هغو پروګرامونو محصلان چي د قطعي لغو سره مخ وي ورته رشتو ته تبديليږي.

د ډانلوډ لپاره په لاندی لینک کلیک کړۍ

د علمي پروګرامونو د بیا کتني پاليسی