د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د تضمین کیفیت د پنځم معیار د تشریح په موخه د مرکزي پوهنتونونو له رئیسانو او مرستیالانو سره غونډه وکړه.
په دغه غونډه کې د نویو علمي برنامو په جوړولو، د تحصیلي موسسو کلنۍ څارنې او دوره یي بیاکتنې په اړه هر اړخیز بحث وشو.
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس شاکر وحیدي د علمي برنامو د بیاکتنې ، د علمي برنامو کلنۍ څارنې (APM)، د علمي برنامو دوره یي بیاکتنې (PPR) او عملیاتي پلان په اړه پریزنټیشنونه وړاندې کړل.
نوموړي د یو پریزنټیشن په ترڅ کې د پوهنتونونو د مهمو اداري فعالیتونو، اداري لاسته راوړنو، د تېر کال په پرتله په علمي برخه کې د پوهنتونونو لاسته راوړنې او د محصلانو په برخه کې لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او دغه راز یې په دغو برخو کې ستونزې هم شریکې کړي.