د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دغه وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست څخه د یاد معینیت اړوند ادارو لاسته راوړنې، ستونزې او ننګونې واورېدې.

org_admin
Wed, Jul 03 2024 9:46 AM
MOHE

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي، په داسې حال کې چې اړوندو رئیسانو هم حضور درلود، د هېواد تحصیلي بنسټونو اړوند علمي، اداري او مالي برخو کې راټول شوی راپور په مفصل ډول وړاندې کړ. 
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حسیب د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له هر اړخیز راپور څخه د مننې تر څنګ وویل چې د دې وزارت ټولې هڅې او فعالیتونه د هېواد د تحصیلي نظام ځواکمنتیا په موخه دي. هغه وویل چې ټولې ادارې مسؤلیت لري، تر څو یادې موخې ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي.  
دغه راز نوموړي اړوندو ریاستونو ته سپارښتنه وکړه چې د ننګونو او ستونزو په حل کې جدي کړنې تر سره کړي. 
د یادونې وړ ده چې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست تر دې مخکې د کارونو چټکتیا او ستونزو د حل په موخه د دغه وزارت له علمي او محصلانو معینیتونو سره هم خپل راپور شریک کړی و. 

Latest news

Sat, Dec 30 2023 11:51 AM
Background image

Revision of the first stage of accreditation of Daykundi Higher Education Institute

The delegation led by Mufti Nazir Ahmad Ahmadi  Department of Quality Assurance and Accreditation of the Ministry of Higher Education began the Revision of the first stage of. . .

Sat, Dec 16 2023 2:49 PM
Background image

Quality Assurance And Accreditation Board

The quality assurance and Accreditation board meeting was held on the topics included in the agenda dated 09/25/1402.

BACK TO NEWS