د دولتی او خصوصی لوړو زده کړو مؤسساتو د تضمین کیفیت آمریت د دندو لایحه

د ملکی خدمتونو د بستونو دندو لایحه
عمومی معلومات
د دندې عنوان د لوړو زده کړو مؤسسو/ پوهنتونو د تضمین کیفیت آمریت
بست دریم(۳)
وزارت / اداره لوړو زده کړو وزارت
د بست موقعیت مرکز
راپور ورکول د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست
راپور اخیستل د دولتی لوړو زده کړو مؤسسو/پوهنتونو د تضمین کیفیت عمومی مدیریت، د خصوصی لوړو زده کړو مؤسسو/ پوهنتونو د تضمین کیفیت عمومی مدیریت ، خدمتی کارکوونکی.
د کود شمیره ۲۸-۹۰-۰۸-۰۰۹
د دندې موخه لوړو زده کړو مؤسسو/پوهنتونو د تضمین کیفیت پروګرامونه جوړول او په دغه مؤسسو کې د کیفی سطحې د لوړولو په موخه د تضمین کیفیت د پلانونو له تطبیق څخه اطمینان حاصلول.
تخصصی دندې
  1.       د کیفیت د پرمختیا له پروسې څخه په نظارتی چارو کې د آسانتیا په موخه ملی او بین المللی معیارونو ته په کتو لوړو زده کړو مؤسسو/ پوهنتونو کې د تضمین کیفیت څخه د څارنې فارمټونه طرحه او ترتیبول.
  2.       د تضمین کیفیت د طرزالعملونو او میکانیزمونو جوړولو او د کړنو په ترسره کولو کې د روڼوالی په موخه د رئیس سره مشوره کول.
  3.    د تضمین کیفیت پروسه کې د روڼوالی د تامین په موخه د لوړو زده کړو مؤسسو/ پوهنتونو کې د تضمین کیفیت له پروسو څخه څارنه کول.
  4.                ذیصلاحو مراجعو ته د تضمین کیفیت او علمی پروګرامونو په اړه مسلکی او تخنیکی مشورې ورکول.
  5. دلوړو زده کړو مؤسسو/ پوهنتونو کې د کیفیتی اړخونو د ارزونو عملیاتی پلانونو د تطبیق له پلوه د ستونزو او خنډونو پیژندل او د کارپوهانو راپورونه تحلیلول.
  6.                          د لوړو زده کړو مؤسسو/ پوهنتونو د عدم مسولیت فورمونو د تحلیل څخه څارنه او اطمینان حاصلول.
  7.  د لوړو زده کړو مؤسسو/ پوهنتونو کې د کیفیت د لوړاوی په موخه د تضمین کیفیت د شاخصونو د اغیزناکو میتودونو ښودل.
  8.  د ځان ارزونې، کلنی څارنې او د علمی برنامو د دوره یی بیاکتنې راپورونو تحلیل کول او اړونده نهادونو ته فیډبک ورکول.
مدیریتی دندې
  1. د ټاکل شویو اهدافو د لاسته راوړلو په موخه د ریاست د پلان سره سم میاشتنی، ربعوار او کلنی کاری پلانونه جوړول او ترتیبول.
  2. د ترلاس لاندې کارکوونکو ته د کار د جریان مسلکی وړتیاوې د زده کړیزو، سیمینارونو او ورکشاپونو له لارې ورته انتقالول. .
  3.  د تر لاس لاندی څانګو او کارکوونکو  ظرفیت لوړونه، زده کړیزې اړتیاوې ټاکل،د کړنو ارزونه او مدیریت کول.
  4. د ادارې رهبری ته د خبرولو په موخه د اړونده برخو د کړنو او لاسته راوړنو په اړه میاشتنی، ربعوار او کلنی راپور وړاندې کول.
  5.  د قانون، مقرراتو او د ادارې د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو له لوری د نورو سپارل شویو دندو ترسره کول.
 همغږی دندې
۱٫      ۱: د اړونده کړنو د آسانتیا او همغږی په موخه د تضمین کیفیت د پروسو د ښه تطبیق لپاره د ریاست د نورو برخو سره اړیکې تامینول.۲٫      ۲: د قوانینو په رڼا کې نورې دندې ترسره کول کوم چې د اړونده آمر له لوری ورته سپارل شوی وی..
د ګمارنې شرطونه

·         د غه د دندو لایحه د ملکی خدمتونو کارکوونکو قانون د ۷ او ۳۴ مادو په نظر کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرطونو او معیارونو سره ترتیب ده.

 

زده کړیزې څانګې لږتر لږه د لیسانس سند په دغو (سیاسی علوم، پیداګوژی،ادبیات،اقتصاد،اداره او تجارت، حقوق، ژورنالیزم، عامه اداره او پالیسی، زده کړیز مدیریت، ساینس ،تاریخ،فلسفه، روان شناسی، شرعیات،) څانګو کې لرل چې د هیواد په داخل او بهر کې د لوړو زده کړو موسسې څخه فراغت ولری او لوړ درجه لرونکو کسانو ته ترجیح ورکول کیږی.
کاری تجربه

د د دندې اړونده لږ تر لږه دوه کلنه کاری تجربه په ملی او بین المللی موسساتو کې لرل.

اړینې وړتیاوې

·         د هیواد په رسمی ژبو(پښتو،دری) له یوې څخه او انګلیسی ژبې باندې تسلط لرل.

·         د دندې اړونده پروګرامونو کې کمپیوټری وړتیاوې لرل.

هڅونې برخې Ø      د ګمارنې د تګلارې په اساس د اول او دوهم بستونو لپاره (۳) امتیازی نمرې او د دریم او څلورم بستونو لپاره (۵) امتیازی نمرې.
نوټ: هغه کسان چې معلولیت لری او معلولیت یې خنډ د دندې نه ګرځی.